دافغانستان داوسني سختي لانجي دسياسي حل لاره !
     انجنير سيد عبدالقادر  انجنير سيد عبدالقادر

                                                                     ۲۷ ــ ۳ ــ ۲۰۱۰    

.   دافغان ولس اووخت بي له ځنډه غوښتنه :

 

ټـول بدن مي سره لمبـه سـووپه اورونـودپـردو

ژر مـي وژغــوري چه سـوځـم اي  زما پاکوبچـو

تــوره شـپه بـه ژرسـي تيـره بيـا اتـل بـه دميـدان سـم

بيابه پښو ته لويږي هغه چه زې خرڅ کړيوم په شنو

۱ ـــ دسيا سي حل دميکانيزم له پاره ځيني  اساسي ټکي ۰

۲ـــ هغه ستونځي اومقاومتونه چه دسياسي حل په وړاندي په يوه لوي سنګراوښتي دي ۰

لومړي برخه :

۱ــ که د افغانستان اوسنيو بدو امنيتي ګواښونو ، سختو اقتصادي ستونځو ، داداري فساد لوړي کچي او پر ير غمل سوي ولس باندي په ښارونو او محلاتو کي ديرغلي ځواکونو ، جنګ سالارانو او دغربي نړي څخه راغلي تيکنوکراتانو روحي اوفيزيکي فشارونو او هم ددوي دجوړ کړي قانون دحاکميت په مقابل کي ددوي مقاومتونواوسر لغړونو  اود بله طرفه دچوکي ، مادي امتيازونو او هم  دملي شتمنيو دتقسيم  پر سر باندي ددوي تر منځ شخړو او جنګونو ته دملي ګټو په نظر کي نيولو سره په لږ دقت نظر واچوو  ، په واقعيت کي دهر هغه افغان چه دوطن سره مينه او هغه خپل افغاني تاټوبي بولي ، وجدان ته يي داسي يو تکان ورکوي چه په غبرګون کي يي دفعتأ په ذهن کي داسي سوال ځاي نيسي چه :

آيا دا نا معلومه جګړه چه دبهرنيو کړيوله خواه زموږ پر جنګ ځپلي  ولس باندي تحميل سوي ده ، چه ادامه يي نه يوازي دافغان ولس دبشري تلفاتو ،اقتصادي بي سارو ورانيواو دملي شتمنيو تاراجولو سبب ګرځي ، بلکه دمنطقي امنيت يي هم دګواښونو سره مخا مخ کړي اونن و نړيوال امنيت ته ديو ستر ګواښ په څير خان څرګندوي تر کومه به  ادامه ولري ؟

ځکه نود سالم سياسي تعقل خاوندان بايد دداسي يوي لويي فاجعي مخه ونيسي چه هغه نه يوازي دافغانستان دقومونو تر منځ بلکه دمنطقي دهيوادونو تر منځ هم ددښمنيو دروازي خلاصوي ،او داور ولمبو ته يي ورپوري وهي  ۰ زه خپله ددې صلاحيت نه لرم چه دپورتني اساسي سوال په جواب کي دې په هر اړخيز ډول داسي دسياسي حل يو ميکانيزم وړاندی کړم ، چه دهغه په عملي کيدو سره دي  دافغانستان اوسني نا آرامو حالاتو ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ ځکه نو دا وظيفه دافغان ملي ډموکراټيک ګوندونو ، ملي سياسي کار پوهانو او ټولو پر وطن مينو روشنفکرانو ده ،چه دافغانستان دلانجي دسياسي حل ميکانيزم  بيله ځنډه دوخت او ولس  دغوښتني  سره سم ديوه  اساسي  ستراتيژيک هدف په توګه وخپل مخ ته کښيږدي ،اوخپل تر منځ دې په دې هکله ژر ترژره دتفاهم لړي شروع کړي ۰ ولي داملي ګوندونه او ملي شخصيتونه بايد هر ډول دنظر ليريوالې ددغه ستر حياتي مقدس هدف دپاره يوه طرف ته پريږدي ، او ژرتر ژره دي دسياسي حل دميکانيزم تر بيرغ لاندي سره يو موټي سي ۰ولي بايد ووايو چه  متاسفانه ديو شمير افغاني ګوندونو په رهبري کي داسي کسانو ځاي نيولي دي چه شخصي  ګټي يي داشغال دپروسي او د لا س پو څي  حاکميت سره نغښتي دي ۰ شايد په دې مقدسه  لاره کي داسي ګوندونه ددې بهير څخه ځانونه ليري او يا  په يوه او بله بڼه ‍‍خنډونه هم جوړ کړي ،  چه دابه په واقعيت کي دافغانستان دملي ګټو په وړاندي ددوي  يو ښکاره دريځ وي  ۰ ځکه نو بايد په ډير جديت سعيه او تلاښ وسي چه په دې هکله دهر نوع منفي نظر ياتو مخه ونيول سي کوم چه ددې مقدسي پروسي دځنډ سبب ګرځي ۰  بايد ووايو چه په اوس مهال کي دنړي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم  داسي معلوميږي ، چه که  هر څونه ژر ددې حياتي هدف له پاره سعيه اوتلاښ وکړل سی  په هغه اندازه به  په افغانستان او منطقه کښي بشري ناورين ته دپاي ټکي ايښول سوي ، دافغان ولس ګټي به  خوندي ساتل سوی  او د ريښتيني  ولس واکي له پاره به هم پراخه  زمينه رامنځ ته سوي وي ۰بايد ووايو چه ددې سياسي حل د ميکانيزم وړانديز بايد دهم دغو افغانانو له منځه ديوه منتخب کميسون په زريعه ملګرو ملتونو ، دامريکا تر رهبري لاندي نړيوالي ټولني او دوسله وال افغاني مقاومت ورهبريو ته وسپارل سي ۰ولي دا هم بايد په ښکاره وضاحت دجنګ دواړو خواوو ته توضيح او وويل سي ،  چه دواړه طرفه بايد  دخپلو هغو غير عملی  دريځونو څخه لږ څه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍شاته ولاړ سي کوم چه په افغانستان او منطقه کښي دصلح دراتلو دخنډ سبب ګرځي ۰دمثال په ډول :

امريکا او ددوي لاس پوڅي دولت بايد داشرط دوسله وال مقاومت په وړاندي ليري کړي ، چه هغوي دي دافغنستان اساسي قانون ومني او وسله دي پر مځکه کښيږدي بيا دي نو دخبرو وميز ته حاظر سي ۰ چه دا نو په واقعيت کښي دمذاکرو له پاره شرط نه بلکه په ښکاره ډول دتسليمي معني لري ۰

ولي  وسله وال مقاومت هم  بايد دمذاکرو څخه وړاندي دا شرط  ليري کړي ، چه بايد لومړي بهرني يرغلي ځواکونه ووزي بيا دوي دافغانستان ددولت سره مذاکري ته حاظريږي ۰  چه دا نوپه واقعيت کښي يوه مهاله خبره ده ، داځکه چه دبهرنيو ځواکونو په نه شتون کي  افغان دولت ديوي هفتي له پاره هم  بقا نه سي پيدا کولاي ۰ داخکه چه نه داسي  وسله وال پوځ لري ،چه دفاع دې وکړي ، او نه په ولس کښي کومه دمحبوبيت فيصدي لري ۰ ځکه نو دافغان ملي ګټو په نظر کي نيولو سره بايد ټول واقعيتونه  په عمومي خبرو کي را منځ ته سي ۰

بايد وويل سي چه د ۲۰۰۸ کال داکتوبر په مياشت کښي په ملګرو ملتونو کي يو مسلکي کار پوه ډاکټر وحيد وحيدالله دپيام افغان دټلويزيوني شبکي له لاري څخه دافغانستان داوسني کشالي دحل له پاره ديوي طرحي وړانديز وکړ ، اوددوي په طرحه کښي ډير داسي څه وه چه بايد دسياسي حل په ميکانيزم کي استفاده ځيني وسي ۰ ولي ددوي په طر حه کي داستراري لويي جرګي غوښتنه سوي وه ۰ او ددوي دطرحي پر اساس داستراري  لوي جرګي په ترکيب کښي بايدداوسني ولسي جرګي او مشرانو جرګي غړي او دولاياتو څخه محلي شخصيتونه شامل وي ۰ په داسي حال کي  چه داوسني ولسي جرګي او مشرانو جرګي غړي نيژدي ۸۰ فيصده په بشري او اقتصادي جناياتو متهم کسان دي ، نو څنګه کيدلايسي چه دافغان ولس دصلح دروازه ددوي په لاس خلاصه سي ۰ او يا په مجموع کي په  اوسني مهال کي هره لويه جرګه چه داوسني حاکميت او جنګ سالارانو تر سايه لاندي راوغو ښتل سي ، طبعي خبره ده چه دافغان ملي ګټو څخه ليري داوسني حاکميت او جنګ سالارانو دبقا په نظرکي نيولو سره به فيصلي کوي ، ځکه نوما  نيژدي دري کاله مخکي دلويي جرګي پرځاي دملګرو ملتونو تر سيوري لاندي ديوه داسي نړيوال کنفرانس وړانديز کړي وو  ، چه مشخصات يي په لاندي ميکانيزم  کي په ګوته سوي دي ۰

دسياسي حل دميکا نيزم له پاره ځيني اساسي ټکي :

۱ــ دامريکا تررهبري لاندي نړيوال  ائتلافي ځواک ۰دافغانستان وسلوال پوځ او  ددولت په مقابل کي وسله وال مقاومت بايد بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي دواړه طرفه دمذاکري له پاره و نړيوال کنفرانس  ته راوبلل سي۰

۲ـــ ددې نړيوال کنفرانس افغاني  ګډون کوونکي بايد دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي د وسله وال مقاومت سربيره  يو تعداد آزاد پر وطن مين په داخل او بهر کښی سياسي  کارپوهان ، دملي ډموکراټيکو ګوندونواستازي اويو شمير  په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰

۳ ـــ دا نړيوال کنفرانس بايددهيڅ يوه بهرني هيواد دنظامي ، سياسي اواقتصادي اغيزي لاندي نه وي۰

۴ ـــ دبهرنيو قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړکړل  سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰

۵ــ‏‏ـ که د بهرنيو قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه ټاکلي وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک او يادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه راوغوښتل سي . ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاحوي دهر ګروپ اوخصوصي امنيتي شرکتونو  څخه چه وي راټولي اودملي دفاع  او کورنيو چارو وزارت ته وسپارل سي۰

۶ـــ دا نړيوال کنفرانس بايددافغانستان دملي ګټو په نظرکي نيولو سره نوي لنډ مهاله اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوريدي  دولتي چاري مخ ته بوزي۰

۷ـــ داکنفرانس بايد پر نړيوالي  ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي دې  ددولت په واک  کي کښيښول سي۰

 ۸ــــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي دافغانستان په کورنيو چارو کي کوم بهرني هيواد مداخله ونه کړي ۰او په دې هکله دې دافغانستان نوي دولت ته نړيوال تضمين هم ورکول سي ۰

۹ ـــ  د افغانستان نوي  دولت  بايد دپخوا په څير خپله عنعنوي بيطرفي وساتي او خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي دي نه يوازي  دهمسايه هيوادونو  سره بلکه دنړي دټولو هيوادونو سره دمتقابل احترام پر اصل باندي وساتي ۰

                                                            تمت باالخير

نور بيا  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


March 28th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات